د سعودي فتوا: په روسیه کې لوبغاړي روژه خوړلی شي

(روهي ـ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۱۳مه) ټاکل شوې، چې روانه میاشت به د فوټبال نړیوال جام په روسیه کې پیل شي.
 
په راپورونو کې راغلي، چې لوبو ته د سعودي په ګډون د ډيرو اسلامي هېوادونو لوبغاړي او لیدونکي هم تللي دي.

الجزیرې کاږلي، د سعودي مفتي په روسیه کې د فوټبال نړیوال جام کې ګډون کوونکو له پاره رسمي فتوا خپره کړې ده.
 
په یاده فتوا کې راغلي؛ لوبغاړي او ورسره څومره کسان چې روسیې ته تللي روژه خوړلی شي، ځکه د دوی حکم د مسافر دی او مسافر کولی شي روژه ماته کړي.

باور دا دی، چې هغوي ټول مسافر دي که د لوبې کولو، لیدلو او یا د کار له پاره هم تللي وي پر ټولو د مسافر حکم تطبیق کیږي.
 
ویل شوي،چې دوی ته په لمونځ کې قصر کول، روژه ماتول (خو که څوک یې د نیولو توان لري کولی شي)، نفل لمونځونه پرېښودل او داسې نور حکمونه کوم چې د مسافر له پاره وي، که هغوی هلته دوه ورځې تېروي او یا ډیرې تېروي څه باک نه لري، ځکه دین خلکو ته اساني ورکوي له سختۍ یې ساتي.