د امریکا سوداګرۍ وزیر چین ته رسېدلی

(روهي ـ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۱۳مه) په راپورنو کې راغلي، چې د امریکا سوداګرۍ وزیر د واشنګټن او بیجینګ تر منځ پر سوداګریزو معاملو د خبرو لپاره چین ته رسېدلی دی.
 
دغه وزیر ویلبر راس، د یو پلاوي په مشرۍ نن چین ته تېره ورځ چین ته لاړ.
 
 ویل شوي، چې نوموړی به د خپل سفر په ترڅ کې د واشنګټن او بیجینګ تر منځ پر سوداګریزو معاملو بحث وکړي.
 
د راپورنو پر بنسټ، امریکايي استازي تر هغه وروسته چین ته تللي چې د ټرمپ ادارې له بیجینګ څخه پر ځينو سوداګریزو وارداتو اضافي تعرفې لګولي دي.
 
دا پلاوی پنځوس غړي لري او تمه ده چې دوي په راتلونکو دوو ورځو کې له خپلو چینايي سیالانو سره پر دوه اړخیزه سوداګرۍ خبرې اترې وکړي.