زموږ ډېری کاروباران چې کله غواړي په کاروبار کې یې پرمختګ راشي او د هغوی تولید په مارکيټونو کې ځای پیدا کړي، دوی باید تر ډېره حده داسې لارې چارې او تخنیکونه په کار واچوي ترڅو د دوی د کمپنۍ تولیدات وده او پروموشن وکړي، نو دداسې یو پروموشن رامینځته کولو لپاره لاندې څوعمده کړنې باید په کار واچول شي.
دپیرودونکو لپاره مناسب تخفیف:
په اوسنېو کاروباري کمپنېو کې ډېری سوداګران د خپل دتولید دخرڅلاو د ودې لپاره خپل پیرودونکو ته ځانګړی تخفیف په نظرکې نیسي چې له دې سره پیرودونکي د کمپنۍ د تولیدشویو اجناسو او خدماتو د رانیولو لپاره زړه ښه کوي . نوکه چېرې کمپنۍ دیو تولید لپاره ۱۰٪ تخفیف لګوي دپیرودونکو لپاره سوداګریز تخفیف دی، چې دیو پیرودونکي لپاره یوحیاتي ارزښت لري او دکمپنۍ دتولیداتو درخرڅلاو د ودې سبب ګرځي.
ډالۍ:
ځینې کاروباري کمپنۍ په ځینو تفریحي او ځانګړو ورځو کې دخپلو پیرودونکو لپاره ځینې ډالۍ په نظر کې نیسي، چې د ډالۍ یا تحفې ورکولو سره خپل تولیداتو خرڅلاو ته وده ورکولای شي ځکه هرپیرودونکې په دې لېواله کیږي ترڅو دکمپنۍ تولیداتو څخه لیدنه وکړي اوخپل ځانګړی ډالۍ ترلاسه کړي .نو که چېرې داسې کاروباري کمپنۍ پیداکیږي چې خپل پیرودونکي په ډالۍ نازوي نو بې له شکه چې په تولیداتو کې یې به وده هم راشي.
کوپونونه:
کوپون یو داسې سند دی چې د تشهیر یا د اعلان په توګه اویاهم دنورو شیانو سره یوځای یوه کاروباري کمپنۍ خپلو پیرودونکو ته ورکوي ، چې دغه تخنیک هم دکمپنۍ په تولیداتو کې زیاتوالی راوستلای شي، چې ښه بېلګه یې ام سي ډونالډ دتوکو دتولیدي کمپنۍ ده ، چې تل خپلو پیرودونکو باندې کوپونونه ویشي.
سمپلونه یانمونې:
دتوکو نمونې وېشل د تولید پراختیا او زیاتوالي لپاره ډېره اغېزمنه لار ده، چې له دې سره کمپنۍ کولای شي خپل دتوکي ټول ارزښت دیو نمونې په بڼه مارکېټ ته وړاندې کړي ، چې په نتیجه کې هم دمارکېټ ډېره برخه خپلولای شي او هم دپیرودونکو ذوق ، سلوک ځان ته راجذب کړي .او همدارنګه دتولیدي توکو لپاره نمونې جوړول عمومآ دپیرودونکو ته یو ښه ذهني تصویرهم جوړیدلای شي ترڅو دکمپنۍ توکي ژر ترلاسه کړي.
ښه پېکېج یا بسته بندي:
ډیرې کاروباري کمپنۍ دخپلو تولیداتو لپاره ښه پېکېج په نظر کې نیسي چې له دې سره دتوکو کیفېت او ډیزاین کې ډیره مرسته کولای شي ، ځکه که چېرې توکي بسته بندي کیږي نو په هره بسته بندۍ کې دتوکي ټول ماهیت ، کیفیت او دګټه اخېستنې موده پکې لیکل شوی وي ، چې په پایله کې دیو کمپنۍ اعتبار او باور هم پیرودونکو ته څرګندیږي .نوکله چې کمپنۍ دپیرودونکو باور لاسته راوړي نو بې له شکه چې توکي به یې په مارکېټ کې هم ډېرځای ونیسي او په تولیداتو کې به یې زیاتوالی راشي.
سوداګریزاشتهارات (اعلانونه):
هغه اړینه وسیله چې دیوې کاروباري کمپنۍ تولیداتو په خرڅلاو کې مستقیمآ وده ورکوي ،هغه تشهیر یا اعلان دی ، ډېرې کمپنۍ دخپلې پانګې یوه برخه یواځې په اشتهاراتو باندې لګوي چې دغه لګول شوی پانګه لګښت نه بلکې پانګه اچوونه ده ، عمومآ کله چې سوداګریزاشتهار کیږي دځینو هنرمندانو ، یا دنوښتګرذوق خاوندانو دپېغام دتصویر دبرسېره کولو لپاره بیلابېلې طریقې کاروي ، څومره چې دتولیدي توکولپاره ښه اعلان
چمتوکیږي ، په هماغه کچه باندې دپیرودونکو ذوق ځان ته جذبیږي.
بریښنالیک له لارې بازارموندنه:
په اوس وخت کې چې د تکنالوژی عصر دی ، تولیدي کمپنیانې دخپل تولید دخرڅلاو ډېروالي لپاره دبریښنالیک یا ایمیل له لارې بازارموندنه کوي ،هربريښنالیک چې دکمپنیو له خوا لیږل کیږي دبرېښنالیکي بازارموندنې یوه برخه ده. دا برېښنالیک کیدای شی ، یوه خبرتیا، پیغام ، یا حتی یوه پوښتنه هم وي، چې کولای شي دپیرودونکو پاملرنه لاسته راوړي اودخپل تولیداتو خرڅلاو کچه ډېره کړي.
پرایس پیک:
د توکو په لیکل شوې بیې کې کمي کولو ته پرایس پیک وایي، دا تخفیف په لیبل کې کیږي او یا د یوه څیز په عوض کې دوه شیان ورکول کیږی لکه دغاښونو کریم سره دغاښونو برش هم ورکول کیږي، نوپرایس پیک هم دشیانودخرڅلاو د ډېروالي یوه اغیزمنه لار ګڼل کیږي.
ستنول یا واپسي:
د پیسو ستنول د کوپون په شان دی، توپیر یې یواځې دومره دی، چې په بیې کې کمښت کول د پیرودنې پرمهال نه بلکې له پیرودنې کولو نه وروسته صورت نیسي، مستهلکین، فابریکې والا یا پیداکوونکې ته دپیرودلو ثبوت وړاندې کوي، او هغه دا چې د ډاګ (پستې) په ذریعه دبیې یو څه برخه بیرته وراستوي، کاروباري رقیب یاسیال په سمد واره توګه د داسې ډالۍ مقابله نشي کولای ، چې له امله یې دپرمختیا عمل بریالی کیږي.
وروستي