
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۱۲مه) د القاعده شبکې یمن څانګه وایي، د سعودي وليعهد له ګناه ډکو کارونو ته زمینه برابره کړې ده او ګناه کوي.
یادې څانګې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ته ګواښ کړی چې له ګناه ډک کارونه کوي او چارې یې د زغم وړ نه دي.
ویل شوي، چې د ولیعهد په حکومت کې سینماوې جوړې شوې، لوبې کېږي او هغه څه ته زمینه برابرېږي چې په اسلام کې ناروا دي.
باور دغه دی، چې محمد بن سلمان ګناهکار دی او په سعودي عربستان کې یې ګناه ته زمینه برابره کړې ده.