اسرائيلي ځواکونو ۲۱ کلنه فلسطينۍ نرسه (رزان النجار) ووژله

روهي (نۍ/۱۲ د غبرګولي)، اسرائيلو پوځيانو د (رزان النجار) په نوم هغه فسلطينۍ نرسه ووژله، چې د غزې (خان يونس) سيمې ته د ټپيانو د درملنې لپاره تللې وه.

فلسطيني چارواکي وايي، چې (النجار) له نورو نرسانو سره يوځای د ټپيانو درملنې ته تللې او هغه وخت چې اسرائيلي ځواکونه راغلل د نوموړي پر تن طبي جامې وي او لاسونه يې پورته کړل، چې دوی د مرستې په پار راغلي دي.

دغه فلسطينۍ نرسې ۲۱ کاله عمر درلود او اسرئيلو ځواکونو له خوا په سينه ووېشتل شوه، چې په هغه سيمه کې ساه ورکړه.

په غزه کې چارواکي وايي، چې اسرائيلي سرتيرو د (النجار) په نوم دغه نرسه په قضدي ډول وژلې ده، ځکه نوموړې له وړاندې دوی ته دا نښه ورکړې وه، چې د مرستې په پار راغلي او کوم خطر نه پښوي.

په ټولنيزو رسنيو د (رزان النجار) مړينې غبرګونه راپارولي دي او د روژې په مبارکه مياشت کې يې د يوې مسلمانۍ فلسطينۍ لپاره له خدای او اسلامي نړي د عدالت غوښټنه کړې ده.