د مات وزرو خيل كى

د«شعر و عرفان درمحک قران » له کتاب څخه.
ډيره ښکلې اوپه زړه پورې ادبی ټوټه : دحزب اسلامی افغانستان د امير محترم حکمتيار ليکنه .
ليږونکی : اسدحان

هغه شپه مي هېره نه ده
آ سړه، تياره، اوږده
ټول په ژور خوب وو ويده
هره خوا چوپه چوپتيا
هدېرې شانته فضا
*****
د ژوندو دې هدېرې كي
نه خوځښت شو چا ليدلى
نه ئې ځوږ شو اورېدلى
د مات څلي په سر ناست كونگ
وازو سترگو سره ويښ وو
خو ساكت او يخ وهلى
****
سپينكۍ فاختې وې غلې
برگ كارغان شور نه لوېدلي
وزر مات د عقابانو
جگ پرواز نه وو لوېدلي
*****
سيلۍ يخې د سړې شپې
كه هيبت د دې تيارې شپې
د ويدو د خوځولو په خاطر چا
د پرتو د هڅولو په غرض چا
نه پوهېږم چا راويښ كړم؟
نه پوهېږم څنگه ويښ شوم؟
****
د ويدو د ويښولو
د پرتو د هڅولو
د كاروان د خوځولو
په دې هيله او خاطر مي
خپل وزرونه وڅنډل كلك
په وار وار مي په اوچت غږ
په هرچا او په هر لوري
دا نارې كړلې اوچتي:
كه په منډه راويښ نشو خوبولو!
كه خوځښت ته تيار نشو يخ وهلو!
ټول وزرونه كرخت كېږي
لندې پښې مو كنگل كېږي
ننگين مرگ را ته كمين كي
سور صياد را ته مرصاد كي
*****
باري ربه!
زما دا هيلې دي شېرازه
زما خوبونه دي رښتيا كړل
زما وزرونه دي پياوړي
زما غږونه دي رسا كړل
*****
چي په چا كي څه شيمه وه
په كوم زړه كي د الوت چي تلوسه وه
په وزر كي ئې چي توان د الوتو وو
چي ئې عزم له تيارو نه د وتو وو
زما په غږ شو رابيداره
خپل وزر به ئې څنډلو
د الوت لپاره څرك او ناقراره
*****
د تياره سباوون هغه شور او ځوږ
د الوت لپاره هغه تيارى
د يوه بل د هڅولو هغه هڅي
هله هله له هر لوري په جگ غږ
نه شور ځوږ د دې سحر د هېرېدو دئ
نه داستان د دې سفر د هېرېدو دئ
*****
زه اوچت شومه له ځمكي،
د سرلوړو خيل په ما پسې
ځنډ نه پرته ټول اوچت شوو په هوا كي
هر يو پوه چي اوږد سفر لرو په مخكي
جگو غرو نه اوښتل لرو په مخكي
خړي ورېځي مو په لار كي
د رڼا په لوري تگ دئ له تور تم نه
د خپلواك او ډاډه ژوند او تودې هيلي
گران سفر دئ له ټاټوبي د ماتم نه
*****
ما ويل له دغو تورو غرونو آخوا
آ د سره ښامار د ځالي،
جگي څوكي د مغرور غره
سر كوو بل لور ته اوړو
د سفر ياران هك پك شوو
لكه څوك چي خپل وزر كي
نه د لوړ پرواز زور گوري
نه سينه كي د اوږده سفر شور گوري
خو نه كوز شول نه په شا شول
نه له خيل څخه جلا شول
*****
دنگ دنگ غرونه ټول زمونږ تر نظر لاندي
لوړې څوكي ټولې زمونږ تر وزر لاندي
ټولو غرونو نه تېر شوي
مزل پاى ته نږدې شوى
سرمنزل راته له لرې ځان ښودلو
زړونه شوق نه دربېدلو
رڼې اوښكي د شادۍ مو
په لېمو كي رغړېدلې
*****
ناڅاپي له يوې گوښې نه
يوه بوډا، ضعيف، طماع
په پريوتي غږ نارې كړې
د سفر ستړو ملگرو!
نور وزر نشو وهلى
نور مزل نشو كولى
په يوې ساه خو اوږد مزل نشو وهلى
مگر نگورئ چي لاندي په دې خوړ كي
د مرغانو سيل كوز شوى
كه له رنگه تور تور برېښي
خو زمونږ له خېله بريښي
*****
انديښنې ئې راپيدا كړې
دې بلني د ستړيا او كوزېدا
له ضعيف زړه خوټېدلې دې وينا
مخ مي واړاوو ملگرو ته چي پام كړئ
د سفر صبور ملگرو اوچت گام كړئ
نه دا ځاى د كوزېدو دئ
نه دا خيل د ملگرتيا
نور نو يو وزر وهل دئ تر هدفه
نور نو يوه ساه اخستل دئ تر تم ځايه
****
د ضعيف په رفاقت كي
د طماع متابعت كي
يو په بل پسې داسي كوز شول
چي ئې نه كتل زما خوا ته،
نه ئې غوږ وو زما وينا ته
نه ئې پام وو د دې ډلي دود دستور ته
چي له خپل امام نه مخكي كوزېدل ئې
حرام كړي دي هر چاته
*****
له ناچاري ورځي زه هم
هلته كوز شوم
پريشانۍ او انديښنې كي
د سپېره ډاگ يوې گوښې كي
*****
كله زړه راته ويل چي دا خېل پرېږده
له درنې كركي نفرت سره اعلان كړه
بې زاري د نيمي لارې له يارانو
يا پرواز كړه د الله په لور يوازي
يا په لټه د بل خېل شه
د ملگرو مصممو وفادارو
*****
زه لا نه وم فارغ شوى له دې فكره
چي ناڅاپه ډزې پيل شوې
له ښي لوري، له كيڼ لوري
له شماله، له جنوبه
له ختيزه، له لوېديزه
له هغو لوريو هم
چي پناه ځاى به مو گڼلو
ځينې پرېوتل په ځمكه
ځينو وخوړل سرونه
د چا ماتې دواړه پښې شوې
د چا مات شولو وزرونه
ځيني والوتل پښې ماتې، وزر مات
سرو مرميو ئې بڼكي سوځولې،
د دښمن ناڅاپه ډزو وېرولي
زه هم والوتم ناچاره
د مات زړو، مات وزرو په دې خېل كي
دا دئ گورئ د هدف په لوري درومو
*****
په دې هيلي چي دا خېل به بيا جوړېږي
د وفا صفا ياران به بيا غونډېږي
تش ځايونه به ډكېږي
دا كاروان به روانېږي
هغه ټول به ئې په ليكو كي ودرېږي
چي پياوړي ئې وزرونه
له شوق او ميني ډك ئې تاوده زړونه
(حکمتيار)