
(روهي ـ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۱۲مه) د پښتونخوا وتلي سیاستوال افراسیاب خټک وايي، چې د هغو افغان ځوانان کوم چې له هلمند څخه د کابل پر لور پلي روان شوي دي؛ د هغوی غږ دې بدرګه شي.
د هغه په خبرهو دوی د پښتنو د زړه خبرې له ځان سره لېږدوي.
ښاغلي خټک ویلي ددغه پښتني او مدني حرکت ملاتړ په کار دی.
نوموړي زیاته کړې، افغانان په دې نازکو شرایطو کې د ښه ژوند لپاره تر هر څه وړاندې سولې ته اړتیا لري او دغه ډول حرکتونه د سولې لپاره هیلې ټوکولی شي.
خټک ټینګار کړی، چې افغانان د سولې تږي دي او هلمندي ځوانان پخپلو زحماتو د افغان ولس غږ لېږدوي.