چین او اروپايي ټولنه هڅه کوي، ترڅو ایران اټومي وسلو ته لاسرسی پيدا نه کړي

(روهي ـ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۱۲مه) په راپورنو کې راغلي، چې د چین او اروپايي ټولنې چارواکو ویلي، دوی هڅه کوي ترڅو د ایران د اټومي وسلو تولید مخه ونیسي.
 
د چین بهرنیو چارو وزیر وانگ یي، د جمعې په ورځ د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ له مشرې سره په یو گډ خبري کنفرانس کې وویل، د ملگرو ملتونو له خوا د ایران د اټومي هوکړې ملاتړ کیږي او دا د ټولو اړخونو دنده ده چې هغه عملي کړي.
 
دغې مشرې فدیریکا موگیریني د چین د دریځ په ستاینې ویلي اروپایي ټولنه او نور شریکان په بشپړه همغږۍ کار کوي چې دغه هوکړه وساتل شي.
 
بل خوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم تیره میاشت له ایران سره له اټومي هوکړې ووت.
 
هغه ویلي و، چې د ایران اټومي تړون د بالستیک توغندیو د تولید په مخنیوي او په منځني ختیځ کې د ایران د ورانکاریو په منع کولو کې پاته راغلی دی.