
روهي (نۍ/۱۲ د غبرګولي)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ امريکا په ته په راوړنکو اروپايي او کاناډايي مالونو تعرفې لوړې کړې دي.
د ټرمپ په مشرۍ د امريکا د سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ، چې له اروپايي هېوادونو څخه به امريکا ته په راوړونکو پولادو او المونیمو تعرفې لوړې کړي، چې دغه چارې اروپايي ټولنه اندېښمنه کړې ده.
سوداګرۍ وزارت د اروپايي ټولنې په هېوادونو، کاناډا او مکسيکو په پولادو ۲۵ سلنه او په المونیمو د ۱۰ سلنه تعرفو د لوړوالي خبرې کوي.
اروپايي ټولنه وايي، چې امريکا په دې ډول کړنو سره خطرناکه لوبه تر سره کوي، چې پايلې به يې له اروپا وړاندې امريکا ته خطرناکې وي.
د اروپايي ټولنې د اقتصاد برخې مشره سیلسیلیا مالموسټورم وايي "په اروپايي مالونو د تعرفې لوړوالي د اروپا اقتصادي ارامتيا ګواښي او د امريکا پر سوداګرۍ به ناوړه اغېزې وکړي."
د کاناډا او مکسيکو چارواکو هم ويلي، چې د امريکا د دغه عمل پر وړاندې فکر کوي او وروسته به د امريکا په مقابل کې په ورته غبرګون لاس پورې کړي.
امريکا له دې کارونو څخه موخه د امريکايي مالونو او په ځانګړي ډول سره د امريکا پولادو او المونيمو ته د مارکېټ پيدا کول ګڼي، خو د کالونو سوداګريز همکاران يې د طرحې مخالف دي.
د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې امريکا په چيني مالونو هم تعرفې لوړې کړې وې، چې د چين غبرګون يې راپورته کړی وو.