(ناصر الملک) د دوو مياشتو لپاره د پاکستان لنډمهاله لومړي وزير وټاکل شو

روهي (جمعه/۱۱ د غبرګولي)، د نواز شريف په مشرۍ د پاکستان د واکمن مسلم ليګ ن ګوند او د حکومت د اپوزېسيون د هوکړې وروسته پخوانی قاضي القضات ناصر الملک نن ورځ په رسمي ډول لوړه وکړه او د دوو مياشتو لپاره د پاکستان لنډمهاله لومړی وزير وټاکل شو.

ناصر الملک به د جولای تر مياشتې د حکومت چارې پر مخ وړي او د راتلونکو ټاکنو لپاره چې جولای په مياشت کې تر سره کيږي، تياری نيسي.

ناصر الملک ۶۸ کاله عمر لري او په ۱۹۵۰ ز کال کې د خيبر پښتونخوا په سوات سيمه کې زېږدلی دی، چې له دې وړاندې يې په مهمو دولتي دندو کار کړی او قاضي القضات هم وو.

نن ورځ د پاکستان ولسمشر ممنون حسين په رسمي ډول ناصر الملک ته لوړه ورکړه او لومړی وزير وټاکل شو. په تېرو پنځو کالونو کې ناصر الملک درېيم لومړی وزير دی چې ټاکل کيږي.