
روهي (جمعه/۱۱ د غبرګولي)، ټرمپ د لوړې ماليې په وضعه کېدو سره کاناډا، مکسیکو او اروپاي اتحادي ته ګذار ورکړ.
د امریکا تر ټولو لوي تجارتي متحدین او ملګري په یوه خوله د امریکا د تجارتي تعرفي په وړاندي را جګ شوي، له دي سره دا ویره شته چې ممکن دا کړنه په یوه نړیوال تجارتي جګړه بده شي.
اروپايي اتحادي، کاناډا او مکسیکو د پنجشنبي په ورځ وویل چې د امریکا د نوي مالیتي تعرفي د وضعه کولو په جواب کې به د امریکايي تولید د په نښه کولو لپاره دوي په سټل او المونیم مالیه وضعه کړي چې امریکا ته بیلینونه ډالر ارزښته لري.
جین کلوډ جنکر، د اورپايي اتحادي د کمشنري مشر واي، د امریکا په وړاندي دا بلاک نور هم په لویدودی او کولاي شي چې 7.5 بیلیونه مالی په وضعه کیدو سره امریکا سخته متاثره کړي، دی زیاته وي نه یواځي دا موږ و نړۍ وال تجارتې سازمان (WTO) ته د دي کیس د وړاندي کیدلو تابیا هم لرو چې د امریکا غیر منصفانه مالیاتي تعرفه په ورتلونکو مالونو باندي ورته وړاندي کړو.
جنکر پخپله وینا کې وویل چې امریکا د نوې مالیتي قانون په وضع سره موږ ته بله لار پرینښوده دا چې په (WTO) کې د دعوي کیس ورسره وچلو او له دي ور اخوا په ټوله اورپا کې په امریکايي واریداتي مالو ښه لويه ماليه وضعه کړو.
کریسټا فريلنډ د کاناډا د خاریجه چارو وزیري د خپل هیواد په تجارتي اړیکو له امریکا سره نظر واچوه، هغې و ویل چې له دي ورسته به کاناډا په شمول د سټل او المونیم په ټولو امریکايي مالونو نوي مالي تعرفه وضعه کړي. چې په ځینو مالونو به ۱۰٪ او په ځینو نورو به ۲۵٪ مالیه وضعه شي. چې دا تقریباً ۱۲.۸ بیلیونه ډالر کیږي.