لاريون کوونکو د لومړۍ ميرمنې (رولا غني) د وروستيو څرګندونو په ضد لاريون وکړ

روهي (جمعه/۱۲ د غبرګولي)، په باميانو ولايت کې په سلګونه هزازه ګانو او د سادات قوم استازو لاريون وکړ او د هېواد د لومړۍ ميرمنې (رولا غني) له وروستيو څرګندونو سره يې مخالفت وښود.

د ولسمشر ميرمنې بي بي ګل رولا غني څو ورځې وړاندې ويلي وو، چې سادات قوم نه بلکې يوه ټولنيزه طبقه ده، چې د هېواد د ټولو نورو قومونو په منځ کې شتون لري.

لاريون کوونکو د لومړۍ ميرمنې له څرګندونو سره مخالفت ښودلی او له نوموړې يې غوښتنه کړې، چې د يادو څرګندو په اړه له سادات قوم څخه رسماً بښنه غواړي.

يو تن لاريون کوونکی سید جواد حسیني وايي، "سادات قوم به په هېڅ ډول د ولسمشر د ميرمنې د غېرې مسوولانه خبرو شا پرېږندي، که چېرې نوموړې بښنه ونه غواړي، نو سادات قوم به په ټول افغانستان کې لاريونونه وکړي."

دغه لاريون کوونکو په عيني وخت کې له حکومت غوښتنه وکړه، چې په برښنايي پېژندپاڼو سادات د يو ځانګړي قوم په توګه بايد وليکي.