
روهي (جمعه/۱۲ د غبرګولي)، د نمارک په عمومي اماکنو کې په برقع او نقاب باندي د ممنوعیت قانون وضع او تصویب کړای شو.
مخکې تر دې نورو اروپايې ملکونو هم لکه هالند، بلجیم، فرانسه او بلغاریا په نقاب او برقع باندي د منعې قانون وضعه کړي وو.
په نړۍ که اکثره مسلمانې ښځې له نقاب او برقع څخه د حجاب او د ځان د پړدي کار اخلي.
د دنمارک پارلمان د حکومت هغه وړاندیز چې په عمومي اماکنو کې د مخ پټولو یا نقاب ممنوعیت په اړ پارلمان ته شوي وو د پنجشنبې په ورځ تصویب کړ.
د دنمارک حکومت د مخ پټول او نقاب کول د خپل ملک د ارزښتنو خلاف بولي، خو مخالف بیا د دنمارک د حکومت دا کار د ښځو د لباس د خوښې یا انتخاب د حق نقض بولي، او واي چې دا ښځو ته د هغوي په لباس کې د خوښې حق د نه ورکولو په معنی دي.
دانوی قانون چې ښځې له نقاب کولو یا برقع اغوستلو څخه منعه کوي، د روان کال د اګست د میاشتي له پیله به نافذ شي.
د دې قانون پر بنسټ، به د دنمارک پولیس کولای شي چې د نقاب پوښې یا برقع لرونکې ښځې نقاب او برقع په عمومي اماکنو کې ور څخه لري کړي یا هغه له عمومي اماکنو څخه وشړي.
سورین پيپ پولسن، د دنمارک د عدلې وزیر ویلي دي چې ورسته د نوي قانون له انفاذ څخه پولیس کولاي شې چې په عمومي اماکنو کې محجبه یا پوښلي ښځه جریمه هم کړي.
د دي قانون د لمړنی نقض جریمه به تر 160 امریکايي ډالرو پوري وي، خو که ښځه د څلورم ځل لپاره دا قانون نقض کړي په دي صورت کې به ښځه 1600 ډالره جریمه کيږي.
د نړیوال بخښنې سازمان او د حقوق بشر مدافع د دنمارک هیواد د دي نوي قانون تصویب «د ښځو د حقوقو په وړاندي یو تبعیضي نقض بللي» او ویلي یې دي چې ښځه حق لري هر لباس چې يې خوښ وي هغه واغوندي او یا د خپل هویت او باور وړ جامي ځان ته غوره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د دي قانون د تصویبیدو په وخت کې پخپله د دنمارک په پارلمان کې نقاب پوښې او محجبي ښځې موجودي وې.