د پروېز مشرف دپېژندپاڼې او پاسپورټ د (بلاک او ناچلېدو) امر شوی

روهي (جمعه/۱۲ د غبرګولي)، د پاکستان حکومت تېره ورځ اعلان وکړ، چې د پخواني دېکتاتور ولسمشر پرويز مشرف پېژندپاڼه او پاسپورټ يې نه ناچله اعلن کړي او له دې وروسته کوم اعتبار نه لري.

په پاکستان کې محکمې ويلي، چې له يادې پرېکړې وروسته به مشرف ونه شي کولی چې کوم بل هېواد ته سفر وکړي او يا هم ځمکې او جايدادونه واخلي.

په پرويز مشرف باندې دغه امر د نواز شريف واکمن مسلم نواز ګوند له خوا صادر شوی او د انټرپول پوليسو يې غوښتنه کړي، چې مشرف ونېسي.

مشرف د خپلې واکمنۍ په وخت کې له پاکستان څخه د ناروغۍ په بهانه بهر شو او تر نن ورځې پورې په دوبۍ کې اوسيږي.