د  خاقان عباسي پر ځای ناصرالملک د پاکستان سرپرست لومړی وزير ټاکل کيږي

روهي (جمعه/۱۲ د غبرګولي)، د پاکستان د اساسي قانون مطابق د شاهد خاقان عباسي په مشرۍ د پاکستان د حکومت قانوني پنځه کلنه موده تېره شپه پای ته ورسېده.

د شاهد خان عباسي پر ځای په پخواني قاضي القضات ناصرالملک د لنډمهاله لومړي وزير په توګه ټاکل شوی او نن ورځ به ورڅخه ولسمشر ممنون حسين د وفادارۍ لوړه واخلي.

څو ورځې وړاندې د پاکستان حکومت او اپوزېسيون په ډې هوکړه کړې وه، چې پخواني قاضي القضات ناصرالملک به د لنډمهاله لومړي وزير په توګه ټاکي.

نوی سرپرست لومړی وزير ناصرالملک به خپله کابينه جوړه او د راتلونکو ټاکنو لپاره چې د جولای په ۲۵ مه نېټه تر سره کيږي، تياری نيسي.