روهي (پنځه نۍ/۱۰ د غبرګولي)، د هېوا د کار او ټولنيزو چارو وزير فيض الله ذکي په سويس کې د عربي متحده اماراتو د بشري منابعو له وزير ناصر بن ثاني الحملي سره تېره ورځ يو اقتصادي تړون لاسليک کړ.
د ازادۍ راډيو د خبر له مخې، د ياد تفاهم ليک په اساس به افغان کارګران په عربي متحده اماراتو کې وکولی شي، چې مختلف دايمي قراردادونه لاس ته راوړي او همدا ډول به د افغان کارګرانو د نېونې په برخه کې د خصوصي شرکتونو پاملرنه ډېره شي.
د هېواد د کار او ټولنيزو چارو وزير فيض الله ذکي ازادۍ راډيو ته ويلي، چې په ياد تفاهم ليک سره به د افغانستان په اقتصادي وضعيت کې د پام وړ مثبت بدلون راشي.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت وايي، چې د ياد تفاهم ليک په لاسليک سره به ډېری افغانانو ته په عربي متحده اماراتو کې د قانوني کار کولو زمينه هم برابره شي.
وروستي