مسکو؛ د امریکا او شمالي کوریا د مذاکراتو ترمنځ مداخله نه کوي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۱۰مه) روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې روسیه د شمالي کوریا او امریکا ترمنځ په مذاکراتو کې هېڅ ډول مداخله نه کوي.
 
ښاغلي لاوروف د شمالي کوریا د بهرنیو چارو له وزیر سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې شمالي کوریا د وروستیو لسیزو حالت ښه لیدلي دي.
 
په وینا، مسایلو ته په کتو کولی شي خپله پرېکړه وکړي.
 
د لاروف باور دا دی، چې روسیه هېڅ علاقه نه لري، چې د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ په روانو مذاکراتو کې مداخله وکړي.
 
ویل شوي، چې په شمالي کوریا کې د روانو کشمکشونو حل وخت ته اړتیا لري او په دې برخه کې واضحو او باوري هوکړو ته اړتیا ده.