
روهي پنځه نۍ/۱۰ د غبرګولي)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ په خپل يو ټوېټ کې د سوريې د ولسمشر بشار اسد پر وړاندې سپکوی او توهين کړی او نوموړي ته يې د (حيوان) کلمه کارولې ده.
ټرمپ په سوريه کې د بشار اسد په کړنو؛ له ايران او روسيې سره د هغې په اړيکو نيوکه کړه او نوموړي ته يې د يو حيوان خطاب وکړ.
د ټرمپ د ياد څرګندونو په اړه ولسمشر اسد غبرګون وښود او دا ډول څرګندونې يې د ولسمشر ټرمپ ضعيف سياست او سياسي اخلاق ياد کړل.
نوموړي وايي، چې زه هم کولی شم، چې د ټرمپ غوندې سپک او پوچ الفاظ وکاروم، خو ښايي چې دا کار وکړ، ځکه داسې کړنې زما په ادب کې نشته.
له هغې ورځې چې ولسمشر ټرمپ واک ته رسېدلی دی، نو په نړۍ کې خپل سياسي مخالف مشران په بدو نومونو يادوي، ګواښونه ورته کوي او يا هم له سپکوي ډک نور کارونه.