(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۱۰مه) په راپورنو کې راغلي، چې امریکا د متحده ایالاتو یوې محکمې د اګست ۷مه نېټه د یو امریکایي پر وړاندې د پریکړې لپاره ټاکلې چې د سعودي چارواکو له خوا پرې د ملیونونو ډالرو د غلا تور دی.
سعودي خبري رسنیو خبر ورکړی، چې محکمه به په میامي فلوریډا ایالت کې د تورن پر وړاندې خپله وروستۍ پریکړه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تورن هم په خپلو کړنو اعتراف کړی چې د سعودي د شاهي کورنۍ غړي یې په خپلو دروغو لوټ کړي، د پیسو اندازه، لاس ته رواړلو او کارولو په اړه یې د محکمې پر وړاندې اعتراف کړی.
معلومات ښيي، چې تورن انتوني جیګنیک نومیږي او ۴۷ کاله عمر لري په دې یې اعتراف کړی چې د سعودي شاهي کورنۍ ځینې کسان یې په دروغو او دوکو سره لوټ کړي.
د یادې محکمې په حواله، په تورن کس به د اوږد بند پریکړه کېږي چې د سعودي شیخان یې په جعلي سوداکریزو پروژو پلورل او ملیونونه ډالر به یې ترې لوټ کړل، له دې لیارې تورن په میامي ښار کې په جعلي هویت سره یو هوټل هم اخیستې.
وروستي