افراسیاب خټک: فاټا ته، پاکستان تش په نامه د حقوقو د ورکړې خبره کوي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۱۰مه) د پښتونخوا د عوامي ګوند مشر افراسیاب خټک ویلي، چې پاکستان تش په نامه فاټا له ایالتي حکومت سره یو ځای کړې ده.
 
نوموړي زیاته کړې، چې د پاکستان حکومت وايي د قبایلو حقوق نه شي خوندي کولی.
 
د ښآغلي خټک په وینا، د حکومت دا پلان ناسم دی، چې ددغه سیمې لپاره نوي موقتي قوانین جوړ کړي دي.
 
 باور دادی، چې کوم حقوق نور ښاریان یې لري د فاټا اوسېدونکي یې نه لري.
 
د پاکستان ولسي جرګې تېره اونۍ په خپلې پرېکړې سره فاټا ازاد قبایل د پاکستان د ایالتي حکومت تر چتر لاندې راوستل.
 
دغه پرېکړه د قبایلو د مشرانو او افغان حکومت له غبرګون سره مخ شوه. خو پاکستان هغه خپله کورنۍ مسئله بولي او په دې برخه کې د افغان حکومت د نظر اخیستلو ته ځان اړ نه بولي.