فرانسې ولسمشر: د لبنان لومړی وزير په سعودي کې بندي و

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۹مه)د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون ويلي، چې تېر کال د لبنان لومړی وزير سعد حرير څو اوونۍ د سعودي چارواکو له لوري په پلازمېنه رياض کې بندي شوی و.
 
نوموړي زیاته کړې، چې د سعد  حريري په خلاصون کې يې مهم رول لوبولی. د هغه په وینا که دا کار یې نه وی کړی نو په لبنان کې به کورنۍ جګړه پیل شوې وای.
 
د ورکړل شوي راپورنو پر بنسټ، ښاغلي حرير تېر کال نومبر کې  له سعودي عربستانه د ټلويزيوني پيغام له لارې خپله استعفا وړاندې کړه.
 
هغه وویل؛ د ایران ملاتړې حزب الله ډلې له لوري د ده مرگ گواښونه کيږي، چې ورسره په لبنان کې سياسي گډوډي رامنځته شوه.
 
په ورته وخت کې د سعودي د بهرنيو چارو وزارت د فرانسې د ولسمشر دا ادعا بې بنسټه بللې ده.
 
د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون تېر کال په نومبر کې سعودي ته په یوه ناڅاپي سفر ولاړ او هلته يې وليعهد محمد بن سلمان په دې قايل کړ، چې بايد سعد حريري پرېږدي.