
يادونه: دا ليکنه ما بلجيم ته لېږلې وه دا دې اوس يې د لوستونکو لپاره دلته په ليکه کوم.
تر ټولو د مخه په بلجيم کې مېشتو درنو ښاغلو او اغلو افغانانو ته د زړه له تله سلامونه وړاندې کوم،
السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته!
خبر شوم چې په بلجيم کې د افغان کلتوري بهير ملگرو او مشر تابه پتيلې چې د هېواد د نومياليو د هغوۍ په ژوند په لړ کې د استاذ جهاني صيب د ژوند او اند په اړه لمانځغونډه لري. دا ډېر د خوشالۍ ځای دی چې زموږ په ټولنه کې د پس له مرگه د لمانځلو کلتور کډه کوي او پرځاۍ يې د نومياليو په ژوندون لمانځل دوديږي. خو کاش چې بيا خوشال خان او سيد جمال الدين افغان سر راپورته که او وگوري چې قوم يې يو څه راويښ شوۍ او اوس د مړو پرځای د ژوندۍ قدر کوي او خپل اتلان او نوميالي په ژوندوني لمانځي او دا چاره پکې دود شوې ده. خو پدې هيله چې پدې کار سره به په ګور کې د هغوۍ اروا خوشاله اوسي.
ما پتيله وه چې په غونډه کې ګډون وکړم خو زما ګناه همدومره بس ده چې نشم کولي ما د درون استاذ باوري صيب سره په سويډن کې ليده وشول. دا چې زما درتلل د څه ستونزو له امله ناشوني نو نو د جهاني صيب په وياړ مې دغه ليکنه درولېږله چې ما پوره يو کال د مخه ليکلی وه او سوژه يې دده يو شعر دې
ږغ
خپله ټوله چوپتيا او هرې خوا ته ځېر کېدل مې راټول کړي، يوه چېغه وهم داسې چېغه او داسې فرياد چې د خلاصون چېغه ده د ازادۍ چېغه ده.
خو! هيڅوک يې نه اوري.
هو! څوک يې نه اوري.
داسې چېغه ده ، چې د نړۍ دنګې ماڼۍ به ولړزوي، د اسمان د ملايکو به وار پار خطا کړي. مرغان به هک شي او خپلې سندرې به پرېږدي زما غږ به زمزمه کړي، سيندونه به خپله مستي پريږدي او ارام به شي.
هو دا د ازادۍ چېغه ده!
داسې فرياد دی چې زما له زړه راپورته شي او انګازه شي. د نړۍ د دنګو ماڼيو سکوت به دړې وړې کړي، غرونه به ولړزوي سيندونه به بې ساه شي، د اسمان تړمې اوښکې به د هغه په ياقوتي مخ راروانې شي.
خو د حالاتو ړانده او کاڼه خلک يې نه اوري او زما په چېغو ملنډې وهي، ما ته لېونی وايي.
خو زه نن يو ځل بيا دا چېغه وهم! چې دا سکوت دړې وړې کړم. په خوب ويده قوم مې راويښ کړم.
هو! زه چيغه وهم!!!
پشتنو بېړۍ ډوبيژي ژغ مې اورئ!
ژغ مې اورئ پشتنو بېړۍ ډوبيژي!
( جهاني صيب )
په درناوي
ډاکټر نجيب زاخېلوال/ سويډن