
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۹مه) هند ویلي، چې ترهګر په پولو کې تنظیميږي او بیا په افغانستان کې جګړه کوي.
په راپورنو کې راغلي، چې د افغانستان په اړه د تماس ډلې په غونډه کې هندي استازو ګډون کړی و او د افغانستان پر روان وضعیت یې خبرې کړې دي.
په دغه غونډه کې هندي ډېپلوماتانو ویلي، په افغانستان کې د ثبات لپاره باید اقتصادي پرمختګ رامنځ ته شي، له پولې هاخوا د ورتلونکو ترهګرو مخه ونیول شي.
هند په دې باور شی، چې ترهګر په افغانستان کې مرکزونه نه لري، بلکې له بهر دغه هېواد ته ور اوړي.
د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت یوې خپرې کړې خبرپاڼې له مخې، نوی ډهلي د افغانستان د سولې له وړاندیز هرکلی کوي او هغه د ټولې سیمې په ګټه بولي.
دا په داسې حال کې ده، چې په یاده غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په دغه غونډه کې د افغانستان استازیتوب کاوه.