د امریکا او شمالي کوریا پلاوی نن په سنګاپور کې سره ګوري

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۸مه) ویل شوي، چې د امریکا او شمالي کوریا یو لوړ پوړی پلاوی نن په سنګاپور کې سره ګوري.
 
تمه ده، چې دوی به د دواړو هېوادونو د مشرانو د احتمالي لیدنې لپاره پر امنیتي مسایلو خبرې وکړي.
 
د جنوبي کوریا یونهاپ خبري اژانس خبر ورکړی، چې د سپینې ماڼۍ د کارکوونکو د مشر مرستیال جو هګین او د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت غړی چانګ سان به نن په سنګاپور کې سره وګوري.
 
ټاکل شوې ده چې د جون میاشتې په ۱۲ مه به د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په سنګاپور کې سره وویني او د پیونګ یانګ د لانجمن اتومي پروګرام پر سر به سره بحث وکړي.
 
په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اونۍ د شمالي کوریا له مشره کیم جونګ اون سره خپله ناسته لغوه کړې وه.
 
خو د تېرې یکشنبې په ورځ یې یو ځل بیا په خپلو خبرو کې ویلي، غواړي ور سره وګوري.