سرتاج عزیز: فاټا په اړه، له افغانستان سره مشورې ته اړتیا نه لرو

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولی۸مه) پاکستان وايي، فاټا یې کورنۍ مسئله ده او په دې کې له افغانستان سره د سلا کولو اړتیا نشته ده.
 
په راپورنو کې راغلي، چې د فاټا د ادغام د کمېټې مشر سرتاج عزیز ویلي فاټا د خیبر پښتونخوا له ایالتي حکومت سره یو ځای شوه، نو په دې پرېکړه کې له افغان حکومت سره سلا مشورې ته اړتیا نه وه.
 
نوموړي زیاته کړې، که قبایل امن وي نو د افغانستان لپاره هم ګټور کار دی او ددواړو هېوادونو د امنیت سبب ګرځي.
 
د هغه دا خبرې په داسې حال کې دي، چې د قوانینو او هوکړو له مخې قبایلي سیمې ازادې دي او د پاکستان د حکومت تر اغېز لاندې باید نه وي.
 
په ورته وخت کې افغان حکومت هم دغه کار غیر قانوني او یو اړخیز بللی دی.
 
ددې مسئلې په غبرګون کې د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي وو، چې پاکستان باید په دې اړه له قبایلو او افغان حکومت سره سلا مشوره کړې وای.