غبرګولې اتمه؛ د پښتو ورځ

معلومات ښيي، چې د پښتو ورځ هر کال په پښتونخوا، افغانستان او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پښتانه نمانځي.
 
 
دا ورځ د لمريز کال د غبرګولي اتمه چې د عيسوي کال د مۍ نهه ويشت سره برابره ده؛ که څهم دغه نېټه په څلورو کالو کې يوځل د غبرګولي له نهمې نېټې سره برابرېږي.
 
دا هغه ورځ ده، چې په دې ورځ باندې د ګڼو پښتنو د ددې ورځې په یاد پښتو ته خپل پام اړوي.
 
پښتو ورځ د پښتو پرمختګ ګړندى کوي، پښتو ورځ د يو بل تر منځ د لا پېژندګلوۍ، مينې او محبت لامل ګرځي. پښتو ورځ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پښتانه سره نږدې کوي، د پښتو ورځ غونډې د اروايي تسکين لامل ګرځي. پښتو ورځ له پښتو څخه د ناخبرو ذهنونه روښانه کوي او ترمنځ يې همغږۍ او ملتيا ته لاره هواروي.

د پښتو ورځ يوازې د ژبې ورځ نده؛ پښتو ورځ د پښتو او پښتوولي ورځ ده ځکه چې پښتو يوازې ژبه نه ده، بلکې دا د ژوند تګلاره او تر ډېره په پښتني سيمو کې د قانون حيثيت لري.
 
د پښتو په ورځ دې د خپلې ژبې سره د منیې له امله نور پښتانه د نورو ژبو له ويونکيو سره غوره چلند وکړي، هڅه دې وکړي، چې د پښتو په ورځ هر پښتون د نورو ژبو ويونکي په خوږو پښتو خبرو او تر خپله وسه په ډاليو ونازوي.
 
پښتو ژبه د یو تاریخي قام یا پښتون ژبه ده، چې پښتنو ځان لپاره نه یوازې پښتو ژبه ګرځولې، بلکې پښتو اوس یو قانون دی. داسې قانون چې خلک یې له مخې پر اصولو ژوند کولی شي.
 
دا ورځ هر کال د پښتنو په ګڼو سیمو کې په شاندارو مراسمو نمانځل کېږي. خلک مختلف پیغامونه له ځان سره برابروي. څوک خپلې ژمنې ددې ورځې په پار څرګندوي. ځینې وايي، چې پښتو به پالم. پښتو به لیکم او پښتو به وایم. 
 
تمه هر پښتون له دا په کار ده، چې نه یوازې پر همدې ورځ د پښتو لپاره راپاڅي. بلکې پښتو خپل اصلي ځای ته رسول په کار دي. کار ورته کول په کار دي. او پښتو باید نه یوازې ګړییزه ژبه وه اوسې، بلکې باید اداري او د کار ژبه باید وه اوسي.