
په دې وروستیو کې د امریکايي چارواکو له خوا پر ایران او روسیې زیاتې نیوکې کېږي چې له طالبانو سره مرسته کوي او هغوی ته تدارکات برابروي.
روسیه او ایران بیا مرستې نه تاییدوي، خو وايي چې له طالبانو سره اړیکې لري.
افغان حکومت ویاندویان بیا له مدارا کار اخلي او وایي چې په دې برخه کې څرګند شواهد نه لري، خو څېړنې يې روانې دي.
د جګړې واقعیت بیا دا دی چې دغه جګړه زموږ نه ده، د همدغو ده چې یو پر بل د مداخلو شاهدي وایي او په یوه نیابتي جګړه کې هر څوک پخپل حریف له هره ځایه چې وي خپل وار کوي، خو دا نه منونکې ده چې لاس تر زنې ناست وي او له کومې ډلې سره دې مرسته و نه کړي.
واقعیت دا دی چې امریکې خو په ښکاره د ترهګرۍ ضد جګړې په نوم میدان ته رادانګلي، ایران او روسیه هم له طالبانو سره مرسته کوي، پاکستان او هند د جګړې بل اړخ دی او چین هم غواړي د افغان دولت د ملاتړ او سولې له لارې جګړه له ځانه بچ کړي.
خبره دا ده چې ټول، یعنې ناټو او سیمه ییز قدرتونه په یو نه یو ډول په افغانستان کې مداخله او خپله جیوپولیټیکي او جیو ستراتیژیکي جګړه پرمخ بیايي، د پاکستان ناروا ملایان ورته فتواوې جوړوي او د مدرسو طالبان ورته په کرایه نیسي او استخبارات یې هم ورته له نورو پیسې او چندې راټولوي، له دې پیسو ۸۰ سلنه يې جېب ته کوي او ۲۰ سلنه یې طالب قوماندانانو او مشرانو ته ورکوي.
په دې وروستیو کې پاکستانیو جنرالانو طالبان شاته وهلي او داعشیان یې رامخته کړي او خرچه یې هم ورلوړه کړې ده، طالبان هم مجبوره شوي او خپله مخه یې نور د روسيې او ایران پیسو او وسلو ته اړولې ده، په داسې حال کې چې د دې لوبې پای د جګړې د هر اړخ لپاره توپیر لري. روسیه او ایران شاید له امریکایانو خپل د شوروي اتحاد د ماتې غچ واخلي. پاکستان به په کې لکه د جهادي تنظیمونو د وخت خپله سوداګري وکړي او خپله پوځي ټکنالوژي به په کې پیاوړې کړي، چین ته به د وچې له لارې د فارس خلیج او اروپا ته لار وموندل شي؛ خو افغانستان او افغان ولس ته به په کې څه ورسېږي؟ معلومه ده چې د تېر ځل په شان به په کې تکه تکه، خوار او ذلیل به شي او نور به هم له پښو وغورځېږي. له خپلو ناځوانو ګاونډيانو خو اوس هم ۵۰۰ کاله وروسته پاتې یو، نور به هم وروسته پاتې شو. خپله ډوډۍ به په اسانه نه شو موندلای، د فقر له وجې به مو بېرته لاس کفارو ته اوږد وي، د فتواسالارانو وعدې او فتواوې به دروغ ثابتې شي، هېڅوک به هم د دې بدبختیو او بربادیو مسوولیت پرغاړه نه اخلي، خو له وسواسه به هر څوک لاس په لاس ټکوي، اما وخت به تېر وي.
اوس نو پوښتنه دا ده چې ایا د دې وخت نه دی راغلی چې سر له اوسه په روانې جګړې فکر وشي او هغې ته د حل لار ولټول شي؟
که څه هم افغان ولس دوه وارې له یوه سوري وچیچل شو، خو لاهم ډېره ناوخته نه ده او یو لړ لاسوندونه شته چې کولای شي موږ له دې بد حالته وباسي.
موږ د دې کار لپاره لومړی باید هغه ټکي په ګوته کړو، چې اجنبیان پرې زموږ یوشمېر ځوانان منحرف او جنګوي او زموږ په وړاندې یې کاروي.
تل د یوه انسان د کمزورۍ ټکي د هغوی په احساساتو او جذباتو کې وي، چې پر عقل او منطق یې غلبه کوي. موږ هم باید دغه ټکي د جګړه مارانو په احساساتو او جذباتو کې ولټوو.
دا ډېره سخته خبره نه ده، دا ټکي موږ د جهادي دوکتورینو د جوړوونکو او مخکښانو په نظریاتو او افکارو کې له ورایه لیدلای شو.
که دا مسایل له سیدقطب را نیولې او تر پاکستانیو ملایانو تر کپړیو وپلټوو، بس یو څو خو ډېر مخرب ټکي دي.
- جګړه د جګړې لپاره، په دې دوکتورینو کې جګړه د سولې او نتیجې لپاره نه مطرح او پلان کېږي، د جهاد د ادامې او ثواب په نوم تر پایه ادامه پیدا کوي.
- د دوی به باور، جګړه دوه اړخه لري، هغه چې له دوی سره دي مسلمانان او پاتې کافران او واجب القتل ګڼل کېږي.
- د مبلغینو له خوا د جګړې جغرافیه دارالحرب اعلانېږي او جګړه مارانو ته انګېزه ورکول کېږي چې هر څه يې مخې ته باید له یوه سره یې ختم کړي.
- د سیمه ییزو حکومتونو په نښه کول، د دوی په باور دغه حکومتونه فاسد او د پردیو لاس ناستي ګڼل کېږي، چې په نښه کول او تباه کول یې پر ځانونو واجب بولي.
- لوټول، قطاع الطریقی او باج، د دوی په باور شخصی، حکومتي او د دولتي مالونو لوټل، لارې نیول او باج اخیستل دوی ته غنیمت او له واجباتو دي.
- خلک په نږدې او ګرمو وعدو تېر اېستل، د پورتنیو دوکتورینو مطابق، د دوی مبلغین خپلو مخاطبینو ته د کامیابۍ او لوړو دولتي پستونو د ورکولو ګرمې وعدې ورکوي، خو د حکومت لپاره اجنډا نه لري او پر یوشمېر خیالي حکومتونو یا ایټوپیاوو تکیه کېږي، چې اصلاً عملي نه دي، چې تجربه شوې بېلګه یې د جهادي تنظیمونو او طالبانو تېر حکومتونه وو.
سره له دې چې دغه دوکتورین له لومړي سره د ډېری او ان قاطع اکثریت د اسلامي علماوو له مخالفت سره مخامخ وو او اوس خو په نوره نړۍ کې د تاریخ کندې ته اچول شوي، خو لاهم دلته یې ستونزې جوړې کړي او په پاکستانیو مدرسو کې د افغانانو د جنګولو لپاره د ورځې خبره ده.
په دې برخه کې یوه د حل لار دا ده چې زموږ دیني عالمان باید په څرګنده خپل ولس ترڅنګ ودرېږي او د پاکستانیو کرايي ملایانو په وړاندې په ښکاره ووايي، چې کله جګړه د کافرانو او پردیو ترمنځ او په نیابت ده، نو جهاد په څه ده؟ څوک چې د کافرانو او متجاوزینو په نیابت جنګېږي، نو بیا پخپله متجاوزین دي، نو مجاهدین په څه دي؟
څوک چې خپل ولس وژني او خپل هېواد ورانوي، نو د خپلوۍ او جوړولو دعوا یې څنګه کولای شي؟
له بل پلوه، په ټوله کې له جګړې هغه اړخ ګته وړي، چې ځواکمن دی، د جګړې اصلي لوبغاړی او بادار دی او جګړه غواړي؛ خو د جګړې مزدوران او کرایه کښان په کې تل د جګړې مواد سوخت وي، چې هم خپله په کې سوځي او هم خپل ولسونه په کې سوځوي.
همداراز، هېڅکله حکومتونه، قوانین، احکام، اصول او ادارې فاسدې نه وي، بلکې دا اشخاص او چارواکي وي چې د قوانینو پرخلاف فساد ته مخه کوي او فاسدېږي. د حکومتونو او نظامونو بدلول یا پرځول کوم خاص څه نه شي بدلولای، بلکې د قوانینو غنی کول، د سیستم پیاوړي کول او د فاسدو اشخاصو لرې کول او یا له منځه وړل بیا ډېر څه بدلولای او اصلاح راوستلای شي.
حکومت او نظام د الهي په احکامو کې ډېر لوړ ځای لري، د پرځولو پرځای یې ټينګار پر اصلاح شوی دی.
همدارنګه، د نیابتي جګړو حل لار د عدم تشدد یا د نه تاوتریخوالي له لارې مبارزه ده، چې د خپلواکۍ او پرمختګ لپاره یوازنۍ ډاډمنه او تجربه شوې کړنلار او اصول دي، چې د جګړې کمزوری لوری ترې ګټه وړلای شي. دغه کړنلار او اصول زموږ په سیمه کې د لومړي ځل لپاره د پښتنو د مشر خان عبدالغفار خان او د هند د خلکو د مشر مهاتما ګاندي له خوا رامنځته او وکارول شول، چې په کم وخت کې د هند د ازادۍ او خپلواکۍ سبب شول.
دوی انګرېزان له ډزو ډوزه پرته په اصطلاح په چکچکو له خپلې خاورې واېستل، کوم کار چې په یونیم سل کلونو کې په ټوپک سره نه و شوی.
لنډه دا چې دا افغان ولس ته ډېره مهمه ده چې د جګړې ټولې افغاني غاړې باید په دې وپوهېږي، که دوی غواړي او یا نه غواړي، د جګړې بهرنۍ غاړې ډېرې ځواکمنې دي، د نړۍ پیسې، اقتصاد، پوځي ځواک او ان تر دپلوماسۍ پورې یې په انحصار کې دي، د زور له لارې له دوی سره کنار راتلل ډېر ستونزمن دي او دوی باید په هېواد کې د سولې او امنیت د راوستو لپاره نورو لارو ته مخه وکړي.