
(روهي - ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۸مه) د راپورنو پر بنسټ، د پاکستان پوځي استخباراتو یا ای ایس ای پر پخواني مشر ممنوع الخروج اعلان شوی دی.
ویل شوي، چې د ای اس ای له دغه پخواني مشر به د نوي لیکلي کتاب له امله تحقیقات کېږي.
د پاکستان پوځي ویاند جنرال آصف غفور ویلي، د پوځي استخباراتو یا ای اس ای پخوانی مشر متقاعد ډګر جنرال اسد درانی یې د پوځ عمومي قوماندانۍ ته جلب کړی و.
دغه کتاب چې د (سپای کرانیکلز) یا د استخباراتو تاریخي پیښې نومیږي اسد دراني د هند د استخباراتو له یوه پخواني مشر سره په ګډه لیکلی.
معلوماتو له مخې، متقاعد ډګر جنرال اسد درانی له ۱۹۹۰ تر ۱۹۹۲ پورې د آی ایس آی مشر و.