د اسرائیلو د دفاع وزیر مسکو ته ځي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۸مه) تمه ده، چې د اسرائیل دفاع وزیر اویګدور لېبرمن د مې پر ۳۱ مه مسکو ته ولاړ شي او له خپل روسي سیال سرګي شویګو سره وګوري.
 
هغه تېره ورځ دا اعلان کړی، خو پلان شوېو خبرو په اړه‎یې نور جزئیات نه‎دي ورکړل شوي.
 
په راپورونو کې چې د اسرائیل استخباراتو مشر او نور دفاعي چارواکي به هم له ده سره په‎دې سفر کې ملګري وي.
 
ویل شوي، دا سفر د روسیې د دفاع وزیر په بلنه ترسره کېږي چې تېره اوونۍ یې د ټیلیفون له لارې ورکړې وه.
 
ښکاري، چې دواړه وزیران به د سوریې پر حالاتو وغږېږي.
 
مسکو د سوریې د حکومت سره پوځي مرسته کوي، په‎داسې حال کې چې اسرائیل په سوریې کې د ایران او ایران پلوه ځواکونو له حضوره اندېښنه لري.