مونږه هسې خدای ساتی

نور څه نه وايم زياتي
مونږه هسې خدای ساتي
هره چاره په اټکل
هره چغه جذ باتي
زما لاسو کې ګرېوان
ستا په لاسو کې بياتي
نشته تله د انصاف
د شعور دلته قاتي
هغه جوړ شو نن جلاد
چې پرون وو خيراتي
په پنځه روپۍ جنت
رابښخلے اسقاتي
څوک روان دي په لکير
څوک پيدا حادثاتي
قام دې ډوب شي په درياب
هر يو سوچ کوي ذاتي
جوړوې ترې څنګ يو قام
چې تعليم دے طبقاتي
نه پوهيږي په رموز
خوښوي شور اڼاتي
په نظر کې د نادان
عندليب خرافاتي

شوکه
عالمه په رڼا ورځې مې شوکه اونيوه
زړګي مې د قاتل نظر ملوکه اونيوه
دا منم د خپل سر مې دومره نه دے کړے پام
دا نه منم چې چا مې د غر سو که اونيوه
د جبر د باز پنجې که تيرې وې شوې کږې
زما د پرهر شونډو ترې مخوکه اونيوه
د نوي تاريخ پاڼه چې مې نه وه د لوستو
قيصه مې ورته بيا د زاړه ټوکه اونيوه
کږه ده ښه پرې پوهه يم روان يم عندليب
دا لار مې د اشنا د بد سلوکه اونيوه

فضل حکيم عندليب تالاش دير