چین: له نيږدې ټاپوګانو دې امریکایان ووځي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۷مه) چین حکومت امر کړی چې ددې هېواد له نېږدې ټاپوګانو دې امریکایان ووځي.
 
د چین دفاع وزارت ویلي، په دغه سمندرګي کې یې بېړیو او الوتکو د امریکا بېړیو ته له سیمې د وتلو خبرداری ور کړی دی.
 
د راپورونو له مخې، امریکايي بېړۍ د دغه سمندرګي په څلورو سیمو کې ګرځېدلې چې په هغو کې ووډي ټاپو هم دی، چې چین پکې توغندي نصب کړي دي.
 
معلوماتو له مخې، سوېلي چین سمندرګی مهمه سوداګریزه لار ده، خو پر ملکیت یې شپږ هېوادونه دعوه لري.
 
چین دغه سیمه خپله بولي او وايي، د خپل حق د دعوې د ثبوت لپاره ښه دا ده چې تاریخي اسناد وکتل شي.