راســـــــــه مـــات کـــړه لېـــــــونتـــوبه دا د عقـــل تدبــــــيرونه
دعـــــــدن له باغــــــــه وځـــــم را نصـــيــــب کـــــه دوږخــــــونه
چــــې د هـــوښ قالب ته لوېـــږي د آدم د عــــــدم خـــــــــښتې
راته ښــــيه د نيســــتۍ لارې چــــې هستــــــــي ده له جنــــونه
چــــــې د عقـــــــــــل تـــــرازو دی د ښـــــکلا د نيســـــتۍ فکر
خدايه مــــه کــــــړې را پـه برخـــــه دا بدرنــــګه تدبيـــــــــرونه
چې ريا پکښې سوځېږي چـــــې پرهېز پکـــــــې ايره ســـــــي
هغه ســــوی لړمــــــون غـــــــواړم هغـــــــه ســــوځـــنده اورونه
چې تقوا پکــــې لمبه سي، چې توبه پکښـــــــې بيده ســـــي
په ازل کــــــې مـــــې آزاد کـــه د هوښــــيارو لـــه قــــانــــــونه
چې خوښي پکښې ژړېږي چې خندېږي پکښې اوښـــــکې
چې حيات پکښې بېدېږي، چې ويښــــېږي تابـــوتـــــــــونه
چې ځواني پکښې رژېږي، چې خزان پکــــــښې غوړېږي
نا اشــــــــنا ســـــــفر کومــــــه نـــا بلـــــــــــده رباطــــــــــونـــــه
چې داستان مې پکښې ورک سي د ژوندون د ښو او بدو
پــــــی کومه هــــغه لارې د مجنــــــون بـــــــيابانـــــي پلــــــونه
۱۹۸۲.۱۰.۱۰
وروستي