مماڼه (لنډه کیسه)

- ږیره دې نیسم نن مه ځه!
یما لاس ورنه چاپېر کړل، زړه ته یې رانږدې کړه، ښه شېبه یې په غېږ کې نیولې وه، خوشي یې کړه، ساعت یې له نظره تېر کړ، څو پاتې وې اوو ته، زړه او نا زړه یې ورته وویل:

- ورکه ځم؛ څه وبه وکړم
مماڼه داسې معلومېده لکه نن یې چې زړه خبر وي، ویده زوی او لور یې له نظره تېر کړل، بیا یما ته ورنږدې شوه، په نرمه لهجه یې زیاته کړه:

- نن مه ځه، نن مې زړه داسې غل غوندې دی
د مماڼې ارواح داسې وه لکه له یما سره چې وروستۍ خبرې اترې کړي، سترګو یې د وروستۍ خدای پامانۍ په توګه د یما انځورونه اخیستل، زړه یې غوښتل چې غېږ کې یې ونیسي، ښې ډېرې خبرې ورسره وکړي؛ خو نه، ناخبره مماڼه لکه خبره چې وي داسې چمونه یې کول، یما یې بکس ته لاس ور اوږد کړ، مماڼې زر له ځمکې ورپورته کړ، ده غاړې ته واچولو، لاس یې ورته ونیولو، دې په ترخه موسکا بیا کړل:

- ودرېږه؛ زه هم تر دروازې درسره ځم
یما لاس ورته ونیولو، دې په ورغوي کې وتخړولو، دواړو یو بل ته وخندل، خدای پاماني یې وکړه، ترې روان شو، دوه ـ درې ساعته وروسته د تلویزیون په پرده تازه خبر راغی، موبایل ته یې لاس کړ، یما ته یې زنګ ووهلو، د هغې موبایل ته پرله پسې زنګونه ورتلل؛ خو ځواب یې نه ورکولو
(پای)