
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۶مه) د راپورنو پر بنسټ، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان له ترکانو غوښتي چې په کورونو او بينکونو کې ساتل شوي ډالر او يورو دې د ترکيې په پولي واحد بدلې کړي.
هغه ویلي، چې له دې کاره يې موخه د بهرنيو دسيسو په وړاندې د لېرې د ارزښت لوړول دي چې په دې کار سره به لوړ شي.
هغه پرون د ترکیې په ارزوم ښار کې د ټاکنو د تيارۍ يوې لويې غونډې ته خبرې کولې دا څرګندونې وکړي.
له کله نه چې له ترکانو د لېرې د تبادلې غوښته شوې، تېره مياشت د امریکايي ډالرو په وړاندې د لېرې ارزښت شپاړلس فيصده ولوېد.