د مرحوم روهي صايب د ويب پاڼې ښاغلو چلونکو سلامونه او نېکې هیلې مې ومنی .
لکه څرنګه چې خبر یاست المانې ژبپوه سبستیان هاینه چې زمونږ دهیواد په بیلابیلو ژبو ډیر ښه غږیږی او پوهیږی د لهجو د څیړنو لپاره د د همدی کال د جون په میاشت کی کابل ته راغلی و او د سفر په موده کی ورسره ډیر له نژدی نه په تماس کې وم هغه ته یو آزاد شعر لیکلی چې د نشر لپاره یې تاسوته دراستوم . په ټوله مینه اودرنښت حبیب زی
دا شعر زمونږ د پیړې مارګن سترن (المانې ژبپوه او څیړونګې سبستیان هاینه دڅیړنیز او کارې سفر په موده کابل –دجون میاشت ،۲۰۱۰ - مکرویان ، کې لیکل شوی دی)
دا دی په خوب کی لیدل
چې ددی تورو غرونو شاته
ښاپیریو سره
د خوشال کور کې
لکه شاړې
په پستو شونډو نینې و چیچې ؟
دلته خو ستا د کلې
سپاره شین سترګې ژڼې
د ملا پټیو کې
ځیلۍ بمونه
اوخپلو ولو کې
یرغل ته
په ټوپکو کې برچی ګرځوې ،
ددغه کلی په کوڅوکې
داسی نه ده
چې پردې لکه لړم
د خوبوړو جنو
سپینې پنډې
د نیش په ستن ووهې ،
او دغوبل ځلمې
په خپلو چنګو چنګو بریتو
چې چلمچې خولې
په سر ګرځوې
ممکنه نه ده چې زمونږ
د کلې ژڼو سره
په تور او بریښ
له خولې نه
سپړ وباسې ،
دلته د تا په شان باتور
چې دزمری غوندی
خویونه لرې
په تشو مټو
په یوه بالښت
زمرو سره خوبونه کوې .
،،،،،،،،،،،،
ټوکې اشنا
ته خو پوهیږی
چې زمونږ دپرونې
کلې زړه چوتره کې
څو سینګارکړی
دنګی دنګی جونی
پیغلی شولې
چې هری پیغلې په خواږه آواز
د خپل کلې چمبه وهله
نن د همهغوپه خندا میینو
د تورو زلفو څو
نوم ورکې مینان روزلې
او هره ورځ
په چیرې ګروو
مغه پیغلي غواړې
څو یې
په خوله کې ژبه
د غاښ په څوکه
لکه چنګه
تکه سره پتاسه
دخپل غمبورې تل کی وغځوې ،
له کلې لاړی
ډیری مستې دنګې دنګې پیغلې
څه د پامیر
څه دسپین غر
په شنولمنو کې خوری وری شوی
خدازده چې نور به
خپلې دمی ته
په کومه درومې ؟
چې ته یې نن واړه خالونه
د سینګار مخ په
انځور کې شمیری ،
دا مستو پیغلو خو
یوی یوی قسمت سره
ودونه کړې
چې اوس څه بوری
څوک یې کنډی پاتی
اوپرونې د ماشومتوب
غزلې
چا نه
د خپل میړه په کور کې
دهیر زړه ته تللې ،
اشنا راځه چې
هری پیغلې پسی
ډیوه په لاس وګرځو
او پل پل یې
د ګودر غاړو کی ولټوو
دلته خوهر څه د ناڅاپه
پیښیدلو په تور
ښه په کره لکه
ګرم کړې ښکارې،
ګوره چې پیغلی
چیرې ورکي نشې
ځکه چې ته هم لکه زه
په پښتنه ژبه خالونه شمیرې .
،،،،،،،،،
ټوکې اشنا دلته
د تا له کلې
څه لیونې خمارکې
تږې لمبیدلې ژڼې
په ډیره وږې بیړه
له لر و بر کنډوه
زمونږ تر وره
داده کورته راغله
چې هر ماښام زما
دکور دړه په سوک ډبوې ،
لکه چې ټول ورته
په پوله پټې
لکه ځانمرګی ښکارې ؟
دی هم کوای شول
چې دتا په شان
زمونږ کره
کلا ه ته په سړه سینه
خندا کې راشې
دا خوار وګړې خو
په خړو
څادرنوکې
ځولۍ ځولۍ
په کوږ ولې خندا ګرځوې ،
دوی په ځان نه پوهیږې
چې په ځوانې به بیا
په کوم کلې خندا وویشې ،
تا هم له بل کلې نه
دهیندوکش په لیچه غاړه ایښې
چې خپله مسته لیونۍ مینه
خیالونو کی
سړه پړه کې ،
تا خو یوازی ددې کلې
له وګړو نه
خوږه ژبه
په خوله راوړې
چې په منتر یې
لیونې لړم
اوده کې راغله ،
ځار دی له
سترګو چی یې
د تکو شنو پیالو
په منځ کې
مینه وړې خندا کورته راوړه
ځکه دی زړه نه
ددی کلې امامان
خپلو کوڅو کې په اوږو ګرځوې ،
او زه په هرماښام
د تا د خرمایې څڼو
په ول کې د خوشال د بڼ سنځلو
نه ګلونه ټمبم ،
د تا دمستی لیونۍ مینې
څپوکې
داسی زور ده
چې سلام ته
په کږه غاړه دکلې سرتمبه
باچا ګونډه وهلې ،
اوستا دمینې دسلام
دهرڅپک جنډه کې
د لیونۍ مینې بادونه
په څپو نڅوې .
،،،،،،،،،،،،
ټوکې اشنا
دلته دی ټول
زمونږه کلې ته
په خیر راشې
چې په ورورې
د مینې لاس غځوې
د هر قدم په نښو
د خپلو تللو ژړاګانو
نرګسې ګلونه
د درناوې له پاره مخته ږدمه ،
اشنا په خیر راغلې
لکه چې
ټولې پیښی شوی کیسې
درته له مخی ټولی
ټوکی ښکارې
دلته
په تشه ټوکه
د ژړا ګانو کلې ټول
په اټنونو اوړې ،
اوپه کوچنۍ رخه
کوڅی ټولی له مخی
په لمبو کې سوځې !!!
کابل – د جون ۱۵ ، د ۲۰۱۰ ع کال
وروستي