ټرمپ؛ د شمالي کوریا له مشر سره په خپل وخت ګوري

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۶مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اونۍ د شمالي کوریا له مشره کیم جونګ اون سره خپله ناسته لغوه کړې وه.
 
خو هغه نن یو ځل بیا په خپلو خبرو کې وویل، چې غواړي ور سره وګوري.
 
د رویټرز خبري اژانس د ټرمپ له خولې لیکلي، موږ پر دغه پروګرام کار کوو او هر څه ښه روان دي.
 
د نوموړي په خبره، دی د را روانې جون میاشتې په ۱۲ به د شمالي کوریا له مشر سره په سنګاپور کې ویني.
 
بل خوا د سپینۍ ماڼۍ ویاند بیا ویلي، چې په روانه اونۍ کې به یو پلاوی سنګاپور ته ولاړ شي تر څو د دې لیدنې لپاره هر څه له نیږدې وګوري.