
روهي (يوه نۍ/۶ د غبرګولي)، په ايرلنډ کې د جنین د سقط په اړه ټول پوښتنه تر سره شوه، چې ۶۶ ښځو او نارينو د قانون د لغو لپاره رايه ورکړه.
دغه ټول پوښتنه تېره شپه تر سره شوه او په پايله کې يې ډېری ښځينه او نارينه وو پرېکړه وکړه، چې د جنين د سقط پرېکړه بايد د ښځو په لاس کوي او دوی بايډ په دې اړه له کوم اجبار سره مخ نه شي.
د ايرلنډ لومړي وزير لیو وردکار هم د پرېکړې هرکلی وکړ او زياته يې کړه، "سل کاله وړاندې په ايرلنډ کې ښځو ته د رايې حق ورکړل شو، خو نن دوی دا پرېکړه هم کولی شي، چې جنين دې ولري او که سقط دی يې کړي، دا په رېښتيا يوه ستره ورځ ده."
د هندوستان په شمول د نړۍ په ډېری هېوادونو کې ښځې حق نه لري، چې له حمل اخېستو وروسته جنين يا حمل ضايع کړي. د نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې بيا دا قانون دومره سخت دی، چې ميرمنې د جنين د نارينه او ښځينه جنس په اړه تلويزوني معاينات هم نه شي تر سره کولی.