ای وطـــنه ســـتاپه عشــق کـــې زه تـيرترخپل ځان يمــه
ســــتا چـې ترقــي غـــواړي زه هغــسې يوځـــــوان يمـــــه
ای وطــــنه تـــه يـــې هـــديــره د مــــور و پلار زمــونــــږ
تــــه لکــــــه زيــــارت زه مــــجـاورســــتادآســــتان يمـــــه
يوذره دخــاورې ســتاپه درســت جهــــــان به ورنکــــړم
يوموټــی له خاورې ســـتاپه ســـرومال قــــــربان يمــــــه
تـــيربه شـــم له ســــرنه لاکـــــن نه ســـتاديوکـــــړکــــي نه
ځکـــه چې دنياکـــــــې مشهـــــــورشـــوی په افغان يمـــه
خـيردی که وچ کلک يم دغــــيرت ټوټه مـــــې پاتــــې ده
ســــــتادهردښــــمن په مـــــخ کــــې تنــــدرداســــمان يمـــه
نشته داسې بخـت لکه چـې مامـــلنګ جان خـــــپل وليد
شپې ورځې داستاپه غيږکې پروت خوشال خندان يمـه
وروستي