پوتين: پر اردغان فشار راوړل، دی نور ځواکمنوي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۵مه) د روسيې ولسمشر ولاديمير ویلي، چې د ځينېو هېوادونو له لوري  پر اردغان د فشار راوستو هڅې هيله بښونکې نه دي.
نوموړي د پيټرزبورګ د اقتصاد په نړيوالې غونډه کې ویلي، سخته ده چې پر ښاغلي اردګان د فشار راوړلو هڅه کې د پام وړ پايلې ترلاسه کړې.
 
روسي ولسمشر له روسيې څخه د ترکيې له لوري د اس- ۴۰۰ توغنديز سيستم د پېرلو ملاتړ کړی دی.
 
پوتين په دې خبرو کې د روسيې او ترکيې پر ضد د فشارو د لارو چارو کارولو باندې نيوکه کړې او دا يې "په مطلق ډول د نه زغم تګلاره" بللې ده.