د فرانسې ولسمشر: ټرمپ جګړه وبایلله

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۵مه) د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون ویلي، چې د امریکا له خوا نړیوال اقلیمي تړون پر ماتولو سره ټرمپ تاوان وکړ.

هغه په بیټر برګ ښار په نړیواله اقتصادي غونډه کې ویلي، د نړۍ په کچه ولسمشر ټرمپ جګړه وبایلله او هیڅ نه شي تر لاسه کولی.
 
د ښاغلي ماکرون په خبره، د تړون ګډونوال باید خپلو ژمنو ته ژمن واوسي.

معلوماتو له مخې، دا یو سمتي او اقلیمي تړون و چې په ۲۰۱۵ کال د دسمبر په میاشت کې د ۱۹۰ څخه زیاتو هېوادنو له خوا لاسلیک شوی و، امریکا لومړی هېواد دی چې په ۲۰۱۷ کال د جون په میاشت کې د پاریس له دغه تړون څخه ووت.