برېتانیا پارلمان: افغان ژباړونکي د برېتانیا د مرستو پروګرام ناکام دی

(روهي ـ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۵مه) د برېتانیا د پارلمان غړو ویلي د حکومت هغه پروګرام ناکام دی، چې له زرګونو افغان ژباړونکو سره د مرستې لپاره جوړ شوی دی.
 
ددغه هېواد پارلمان دفاعي کمېټې مسوولینو ویلي، د دغه پروګرام له مخې د هغو ژباړنو او ملکي محلي کارکوونکو له ډلې یو هم تر اوسه د دغه پروګرام له لارې برېتانیا ته نه دی راغلي.
 
 د یادې کمېټې په راپور کې راغلي، چې له هغو کسانو سره دې لا ډېر خواخوږي وشي چې په افغانستان کې یې د برېیتانیا د دیارلس کلن پوځي ماموریت پرمهال له دغو ځواکونو سره دندې ترسره کړې دي.
 
د دغو کسانو شمیر تر اوه سوو رسیږي چې نږدې نیمايي یې ژباړونکي دي.
 
په راپور کې پر افغان حکومت هم له دې امله نیوکه شوې چې برېتانیا ته د ملکي افغانانو تګ یې له هېواده د مسلکی کسانو وتل وبلل.
 
د برېتانیا دفاع وزارت معلوماتو له مخې، دې موضوع ته پام کوي.