دا غم مى هروخت ژړوي زړه نا قراره زمـــــا
څو به بمونــــــــــو كې الوزې كندهاره زمـــــا
كله انګريز كله روسان كله تور سور اسريئل
په اور دسوازي بې ګناه دمينې يــــاره زمـــــا
ستا د طالب يا دملا يا د عسكر پــــــه مــــرګې
چى شم خبر نو ټول وجود شي بې احتياره زمـــــا
څمممو به بمونو كــــــې الوزې كندهـــــــــــــاره زمـــــا
ستالوې جماعت كى دسپين ږيرو په سرووينو لونګۍ
دشپې راياد شي اوښكې څاڅي تر سهاره زمـــــا
زمـــــا دسوې زړه ټكوره زمـــــا دسترګو تـــــوره
چور او تلان شولې برباد شولى ګلزازه زمـــــا
څو به بمونــــــــــو كې الوزې كندهاره زمـــــا
چى شي راياد دستا خوران او وږې تږې خلك
سترګو نه اوښكې وينې ځې دزړه پرهاره زمـــــا
يو خوا مى ډير دي دهجران بل خوادستا غمونه
په اورمى سوازې تور لوګې شوم ګلنګاره زمـــــا
څو به بمونــــــــــو كې الوزې كندهاره زمـــــا
چى ددوستى لاس راكوى نوره مى وژنې په چل
خاونده خدايا دا دښمن كې خوارو زاره زمـــــا
نوروس مى نه شته سيدكريم داسى سوالونه كوم
چى نور سمسور كى كندهار پرورديګاره زمـــــا
څو به بمونــــــــــو كې الوزې كندهاره زمـــــا
سيدکريم خوستی
العين امارات العربيه۲۰۱۰|۷|۸
وروستي