(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۵مه) د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، له خیبر پښتونخوا سره د فاټا یا قبایلي سیمو یو ځای کول به خطرناکې پایلې ولري.
ښاغلي اڅکزی زیاته کړې، چې پاکستاني حکومت له ټولپوښتنې پرته قبایلي سیمې له خیبر پښتونخوا سره یو ځای کړې دي.
د هغه په خبره، په پارلمان کې ګوندونو دا کار په یوه دقیقه کې کړی؛ په داسې حال کې چې له سلو کلونو راهیسې ورباندې جنجال و.
اڅکزي په وینا، چې دا پرېکړه خلکو ته د منلو نه ده.
نوموړي په ډاګه کړې، چې جمعیت علما اسلام او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د پاکستان ددغه کار مخالفت کوي.
باور همدغه دی، چې دغه سیمې د هوکړو له مخې ازادې وې، خو پاکستان د قانون پر خلاف ګام اوچت کړی دی.
په ورته وخت کې د افغانستان حکومت هم د خلکو له رایې پرته له خیبر پښتونخوا سره ددوی یو ځای کول غیر قانوني او د نه منلو وړ اقدام بللی دی.
وروستي