
(روهي ـ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۵مه) د امریکا بهرنیو چارو وزیر وايي که ایران یې شرطونه ومني نو د نورو هېوادونو په څېر به د امریکا عادي ملګری شي.
د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي مایک پمپیو تازه ویلي، چې موخه یې د ایران سختدریځه اسلامپالو ته د حدودو ټاکل دي.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه خلک دې د عادي رهبرانو په څېر ژوند وکړي او د خپلو خلکو پیسې په عراق او سوریه کې په جګړو و نه لګوي.
هغه په خپلو کې ویل، دوی پر ایران ۱۲ شرطونه ايښي دي چې یو پکې په سیمه کې د ترهګرۍ له ملاتړ لا اخیستل دي.
د بهرنیو چارو وزیر په وینا، ایران د امریکا د ښه دوست کېدو لپاره باید خپلې اټومي چارې ودروي او مشران یې دې پر خپلو خلکو ظلم او سختیو ته د پای ټکی کېږدي.