پاکه (لنډه کیسه)

د لویې هدیرې له څنګ سره په ناست ځوان مې نظر ولګېد، خیرن ګونځې څادر په اوږه پرت و، موبایل یې غوږ ته نیولی و، باد په قبرونو باندې د ولاړو شناختو (لکړو) په سر راځوړند بیرغونه رپول، زړه مې و غلی ترې تېر شم، نه کېدله، ډېر شناخته و، کله چې نږدې ور ورسېدم، موسکی شوم، ځان مې ستړي مشيو ته جوړ کړ:

- سلامونه! ښه یې
موبایل یې قطع کړ، جیب ته یې واچولو، غېږ یې راته خلاصه کړه:

- چېرته یې چې ورک ورک یې...
ستړي مشي مې ورسره وکړل، زما لاس یې لاس کې ټینګ نیولی و، یو څو شېبې مې ورسره اېخوا دېخوا پوښتنې وکړې، ده هم په کړس کړس راسره خندل،په خبرو ـ خبرو کې مې ورته وویل:

- ښه ورکه له چا سره غږېدې دومره غلی؟!

ده وخندل بیا یې په موسکنه لهجه زیاته کړه:
- ورکه څه درته ووایم دادې هغې نمر دی او دا د هغه بلې او دادې بلې بس نوبت راباندې نشته
کښته پورته مې ورته وکتل، دده دا خیرن ویښتې، تور څټ، پیوند کالي مې له نظره تېر کړل، لږ غلی شوم وروسته مې شونډې وخوځولې:

- ښه بېشکه دې نو سات دې تېر دی خیره هزاره هم خدا داره...

ده وخندل ما بیا ورڅخه پوښتنه وکړه:
- ښه ورکه څه وخت کوژده کوه؟!

زما په اوږه یې لاس کېښود زیاته یې کړه:
- نپوهېږم له چا سره یې وکړم، ولاکې داسې پاکه نجلۍ کلي کې راته معلومه وي چې یارانه یې نه وي کړې.
(پای)