
روهي (جمعه/۴ د غبرګولي)، د امريکا د متحدو ايالتو ولسمشر دونالد ټرمپ پرون اعلان وکړ، چې د شمالي کوريا له مشر کېم جونګ اون سره د لېدنې ژمنه يې لغوه اعلان کړې ده.
نوموړي له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې لېوالتيا يې درلوده ترڅو له اون سره وګوري، خو د شمالي کوريا وروستيو کړنو او اټومي هڅو د امريکا غوسه راپارولې ده او نه غواړم له نوموړي سره لېدنه تر سره کړم.
ټرمپ کېم جونګ اون ته په يو ليک کې لیکي دي، "ګرانه رئيسه! مونږ ستا د هغه وخت، حوصلې او هڅو مننه کوو، چې د خبرو اترو او مذکراتو لپاره تاسو تر سره کړي دي. مونږ دواړو خواوو پرېکړه کړې وه، چې دغه خبرې او ناسته به د جون په ۱۲ په سېنګاپور کې تر سره شي.
ما هيله او لېوالتيا درلودله چې له تاسو هلته وګورم، خو په خواشېنۍ سره، ستاسو د وروستيو څرګندونو ژوره غوسه او څرګنده دښمني دا په ډاګه کوي، چې اوس مناسب وخت نه دی چې زه او ته سره وګورو."
ولسمشر ټرمپ کېم جونګ اون ته د نوموړي د اټومي وسلو په اړه ويلي، "تا د خپلو اټومي وسلو په اړه يادونه کړې ده، خو زمونږ اټومي وسلې دومره غښتلې او قوي دي، چې زه خدای ته هر وخت سوال چې هغه وخت دې رانه شي، چې دغه وسلې وکارول شي."
د ليک په ورستيو کې ټرمپ ويلي، "که چېرې ته د ناستې په اړه بيا ليوالتيا لري، نو په ډاډه ډول سره ماته ويلي شي او يا هم راته زنګ کولی شې."