د کورنیو چارو وزارت کې د فساد پر ضد مبارزې نوې هڅه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دې وروستیو کې په کورنیو چارو وزارت کې د فساد پر ضد مبارزې په لار کې د خپلو هڅو په دوام د دغه وزارت له پاره ستر امنیتي معین وټاکه.
 
د ولسمشر غني د فرمان له مخې د کورنیو چارو وزارت پخوانی ستر معین له دندې ګوښه او پر ځای یې اختر محمد ابراهیمي وټاکل شو. ښاغلی ابراهیمي یو هوډمن کس ښودل شوی چې اوږده استخباراتي تجربه لري. ښاغلي ابراهیمي په پخوا کې د پکتیا او کابل د ملي امنیت رییس په توګه دنده ترسره کړې. د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین په توګه تر ټاکل کېدو مخکې د ولسمشر د ساتونکې قطعې قومانداني دنده مخته وړله.
 
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین په توګه ښاغلی ابراهیمي داسې مهال ټاکل کېږي چې دغه وزارت نور فساد پر سر اخیستی. پوښتنه داد ه چې ولې د کورنیو چارو وزارت د نورو امنیتي بنسټونو په پرتله تر کوپړۍ په فساد کې ډوب شوی؟ دا هغه پوښتنه چې پر ځواب یې ښایي ډېر خلک وپو هېږي خو څوک له وېرې څه نه وایي ځکه د فساد عاملین په هېواد کې معلوم الحاله مفسدین دي چې اساس او بنسټ یې له فساد سره تړلی، وده یې کړې او پیاوړي شوي او د جرم او جنایت اوږد تور نوملړ لري. څوک له محافظه کاري څه نه وایي ځکه کې دې ډلې ته څوک د فساد ګوته ونیسي دوی سره رنګارنګ ټاپې شته سمدلاسه د فاشیست، متعصب، قومګرا، قبېله ګرا، تمامیت خوا، تک قومي... او... څه...او څه ټاپې پرې وهي. ځینې نور بیا د کاذب احتیاط او خامې تمې په خاطر نه یوازې د کورنیو چارو وزارت کې د فساد په اړه څه نه وایي بلکې له مفسدینو سره د جوال خوله هم نیسي او ځینې خپله هم په کې ښکېل کېږي چې وروسته به دا بېلګه په څه ناڅه تفصیل سره وڅېړو.
 
په دغه وزارت کې ولې فساد بنسټیز شو:  
د طالبانو ادارې له ماتې وروسته او په بن کنفرانس کې چې مهمې امنیتي او سیاسي څوکۍ شمالي ټلوالې ته د امریکا د عسکرو په توګه دندې ترسره کولو په انعام کې ورکړل شوې د کورنیو چارو وزارت د یادې ډلې ایدیولوګ او دده د غوړمالانو په وینا د صدای بلبلانه خاوند یونس قانوني قبضه کړ.
 
د دې ډلې د عادت له مخې چې کوم سرلاری یې دولتي څوکۍ ته ورسېږي بیا نو وزارت خپل کلي ته یوسي، نو قانوني هم ښه په درز کې چې څومره لوستي او نالوستي وطنداران، ونډبازان درلودل ټول یې په کورنیو چارو وزارت کې ځای پرځای کړل البته فهیم، عبدالله او نورو هم ایله ونه کړه. په کورنیو چارو وزارت کې فساد له همدغه ځایه خپلې رېښې په دغه وزارت کې دومره خښې کړې چې وروسته یې لومړی خو د وچولو هڅې ونه شوې او هغه چې و هم شوې د عصرالفساد بنسټګر حامد کرزي له مخالفت سره مخ شوې او فساد نور هم معافیت ترلاسه کړ.
 
کله چې د زلمي خلیل زاد په هوښیاري په بېړنۍ لویه جرګه کې یونس قانوني له کورنیو چارو وزارته پسې واخیست خو کرزي لالا بیا هم د شمالي ټلوالې خوشالولو له پاره د هغوی یو لاسپوڅی (تاج محمد وردګ) د کورنیو چار وزیر په توګه وټاکه چې بیا هم هیڅ شی بدل نه شول بلکې ټلوالې د کورنیو چارو وزارت په ګورت کې ساتلو سره د پوهنې مهم وزارت هم چې پخوا پروفیسور رسول امین اداره کاوه هم قبضه کړ. په کورنیو چارو وزارت کې هماغه خرک او درک و او فساد نور هم ژور شو ځکه چې د ټلوالې مفسدین خو پخوا اړ و چې قانوني ته هم برخه ورکړي خو اوس یې ځینو ټول پام خپلو خیټو ته اړولی و د تاج محمد وردګ په خوله چا پیاز خو نه وړاوه بلکې د ټلوالې یوه بد معاش په څپېړه هم وهلی و. دغه حالت د کورنیو چارو وزیر په توګه د علي احمد جلالي تر ورتلو پورې روان و. ښاغلي جلالي په دغه وزارت کې په لوړه کچه یو څه بدلونونه راووستل خو ډېر ژر یې کرزي صاحب مخه ونیوله او د جلالي لاس یې له خپلو نازولو لنډ کړ. جلالي چې یو ښه افسر و د کرزي له دارې سره یې ګوزاره ونه شوه او دنده یې پرېښوده.
 
کرزي دا ځل په ایرو کې غمی پیدا کړ؟! د کورنیو چارو وزارت یې د ټلوالې تر ټولو بېکاره او لټ سرلاري ضراراحمد مقبل ته وسپاره. مقبل چې ناکاره او کمزوری سړی و په وزیر کېدو یې د مفسدینو خوا غبرګه لنګه شوه، چې وروسره د فساد رېښې هغه د چا خبره پخو اوبو ته ورسېدې. کله چې کرزی اړ شو په کورنیو چارو وزارت کې سمون راولي نو دغه وزارت ته یې حنیف اتمر ور وپېژاند. ښاغلي اتمر چې تر هغه وړاندې د کلیو پراختیا او پوهنې وزارت کې ښې لاسته راوړنې درلودې تمه وه چې په کورنیو چارو وزارت کې به سمون راولي خو د ټلوالې مفسدین چې د کرزي نازولي وو، د کرزي کله لورېدل چې څوک یې خپه کړي نو ځکه خو یې د اتمر مخه هم ونیوله تر هغو چې اتمر له دندې لاس پر سر شو. دا ځل نو کرزي د فساد بنسټیز کېدو نه بلکې اوسپنیز کېدو ته ملا وتړله او تر ټولو وتلی او ښکاره غل بسم الله یې د کورنیو چارو وزیر وټاکه. دغه سړي نو فساد په کورنیو چارو وزارت کې قانوني او رسمي کړ. دبېلګې په توګه بسم الله د کورنیو چارو وزارت له یو جریب لږ ځمکې چمن له پاره د څاریو سرې(پچو) له پاره ۸۰ میلیونه افغانۍ و ایستلې، د نورو اټکل یې خپله درانه لوستونکي کولی شي. دغه سړي ته کرزي دومره واک ورکړی و چې ویل یې که بسم الله په هره څوکۍ هرڅوک ګوماري واک لري ان مکتوب یې دې ده(کرزي) ته نه وروړي.
 
کله چې د بسم الله فساد او تعصب نور ان ولسي جرګې ته د منلو نه و نو ځکه یې له وزارته بې واکه کړ.
 
د بسم الله پرځای ایله د کورنیو چارو وزارت یو مسلکي وزیر( مجتبی پتنګ) پیدا کړ خو د ولسي جرګې مفسدینو د کرزي په اشاره هغه ډېر ژر لړغومی کړ. کرزي چې نورې د خپل عصرالفساد واکمني وروستۍ میاشتې تېرولې دا ځل یې له ایرانه په تورو کڅوړو کې د خپلو بډو دلال او مسلکي مفسد محمد عمر داوود زی د کورنیو چارو وزیر وټاکه. دغه سړي هغه ټول مفسدین او غله چې پخواني وزیر( پتنګ) په ډېره زیرکي له کاره پسې اخیستي وو بېرته له پخوانیو هغو هم پر لوړو څوکیو وګومارل.
 
په نوي حکومت کې بیا هم د کورنیو چارو وزارت د ټلوالې په پچه ورسېد او دې ډلې د خپلو مفسدینو ښه خوندي کولو له پاره د بلې سیمې خپل لاسپوڅی(نورالحق علومي) کورنیو چارو وزارت ته وروپېژاند. هسې خو هم علومي د مفسدینو مقابلې اراده هم نه درلوده او هم یې په ځان کې دا متره هم نه لیده. دغه سړي په کورنیو چارو وزارت کې ایله دومره وکړل چې خپل په ګوتو شمار کارملي پرچمیان یې په بې ارزښته څوکیو وګومارل نور وزارت یې ټول فسادګرو ته ورپرېښود. علومي هم ټینګ نه شو خپل ځای یې نالوستي خو خورا مسلکي غله تاج محمد جاهد ته پرېښود. د جاهد د فساد بوی کورني څه چې ان بهرنیان په ټندارو کړل. په خپله د جاهد په مخکې یو امریکایي جنرال په کورنیو چارو وزارت کې فساد د شرم وړ وباله.
 
افغان ولسمشر محمد اشرف غنيهم د تېر غواييمیاشتې پر اتلسمه نیټه) د اروپايي ټولنې له فساد سره د مبارزې درېیم کنفرانس کې وویل چې د کورنیو چارو وزارت د اداري فساد زړه دی، خو دغه حالت د منلو نه دی او د سمون پر راوستو ټینګار کوي.)
 
ولسمشر غني زیاته کړه:«په امنیتي برخه کې سږ کال موږ په ځانګړې ډول پر کورنیو چار وزارت پام کوو، دا وزارت د امنیتي بنسټونو ترمنځ د فساد زړه دی او دا د منلو نه دیاو باید سمون رامنځته شي.»
 
اوس چې ولسمشر غني په کورنیو چارو وزارت کې د فساد پر ضد مبارزه کې نوی ګام پورته کړی او دغه وزارت ته یې جدي کس( اختر محمد ابراهیمي) د ستر امنیتي معین په توګه ټاکلی وکتل شي چې تر کومه بریده به ددې زړې او ټینګې ښکارندې( فساد) پر ضد اغیزمن ثابت شي. خو یوه خبره روښانه ده او هغه دا چې غني کرزی نه دی. غني نه د ټلوالې پر مفسدینو د کرزي په شان لورېینه لري او نه هم د دې ډلې له غورو دربو او اوتو بوتو وېرېږي. اوس نو ښاغلي ابراهیمي ته بویه چې دغه( دکورنیو چارو وزارت) خلاصون خو ناشونی ښکاري بلکې لږ تر لږه کچه یې راکمه او هم په دغه وزارت کې د ټولو مفسدینو څېره بربنډه کړي او د هیچا پر کړنو د هیڅ راز کتنې له مخې برغولی کېنږدي.