ټرمپ په ټوېټر خپل مخالف کسان بند (بلاک) کړل

روهي (پنځه نۍ/۳ د غبرګولي)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ په خپل ټوېټر حساب هغه کسان بلاک کړل، چې د نوموړي له کړنو، پلانونو، ليدلوري او نظريو سره مخالف وو.

ټرمپ د نړۍ د يو شمېر لوړپوړو کسانو په شمول هغه کسان بلاک نوملړ ته اچولي دي، چې د نوموړي په لېکنو (ټوېټونو) به يې منفي تبصرې کولې او يا به يې هم نوموړی په نورو ټوېټونو کې ذکر (مېنشن) کولو.

د ولسمشر ټرمپ دغه کړنې غبرګونه راپارولي او نيوکه کوونکي وايي، چې د ټرمپ دا ډول عمل د بيان ازادۍ سره په ټکر کې دی.

د نيويارک يوې محکمې ويلي، چې ولسمشر ټرمپ او د امريکا د حکومت نور لوړپوړي کسان دا حق نه لري، چې خپل مخالف کسان په ټولنيزو شبکو له مخې لېرې کړي.

ولسمشر ټرمپ ځينې داسې کړنې تر سره کوي، چې د امريکا متحدو ايالتو له نورو ولسمشرانو سره په ژور توپير سره دي. ټرمپ له ټوېټر ډېره ګټه اخلي او ځيني وخت د جګپوړو کسانو ټاکنه او ګوښه کېدنه هم د ټوېټر له لارې کوي.