
روهي (پنځه نۍ/۳ د غبرګولي)، تېره شپه د پروان ولايت په مرکز کې يو ځوان هلک د خپل تره د کورنۍ دوه غړي د ټوپک په ډزو وژلي او درې نور يې ټپیان کړي دي.
پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه، چې د هلک کورنۍ د نوموړي د کاکا لور د غوښتنې لپاره تللي وو، خو د کاکا کورنۍ يې غوښتنه رد کړه او هلک په ياده مرګ - ژوبله لاس پورې کړ.
د پروان پوليس هم پېښه تائيدوي، خو دا مالومات نه دي ورکړی، چې دوه وژل شوي او درې ټپيان څوګ او د کوم عمر لرونکي دي.
د پروان امنيتي چارواکي وايي، چې د پېښې په اړه يې پلټنې شروع کړي دي، خو قاتل د شپې له تېرې څخه په ګټې له سيمې تښتېدلی دی.