حافظ سیعد: داعش؛ امریکا یې د اسلام پر ضد کاروي

(روهي ـ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۳مه) پاکیستانۍ دیني عالم ښاغلی حافظ سعید وايي، چې داعش د امریکا خطرناکه پروژه ده.
 
د هغه په وینا، امریکا غواړي چې د اسلامي نړۍ پر وړاندې یې وکاروي.
 
که څه هم حافظ سعید د ترهګرو په لېست کې شامل دی، خو باور لري، چې امریکا په افغانستان کې ماتې خوړلې ده.
 
نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، که پاکستان غواړي چې کشمیر ازاد شي نو له ډېرو ستونزو به تېرېږي.